ایکنا د اهل بیت (ع)نړیوالې ټولګې د عامه اړيکو د څانګې له قوله راپورراکړی، د اهل بیت (ع)د نړیوالې مجمعې د کلتوري خدماتو او خپرونو د څانګې په هڅوسره ،د «امام مهدي (عج) له اهل سنت په نظر کې» په نامې سره کتاب په پښتو ژبه ژباړل شوی او خپور شوی دی.
دا کتاب د اهل سنت په تفسيري او روايتي متنونو کې د امام مهدي (عج) د ظهور په اړه يو څېړنيز اثر دی. په دغه کتاب کې د قرآني تحليلونو، روايتونو او ديني عالمانو د نظرونو په همغږۍ سره، د امام مهدي (عج) د ظهور او د هغه د اهميت په اړه مستند دليل وړاندې شوی دی.
د کتاب لومړۍ برخه د قرآن کريم د پنځو اساسی آيتونو د دقيق تفسير لپاره ځانګړې شوې ده، چې داسې ښکاري د حضرت امام مهدي (عج) د هويت او ماموريت په اړه اشاره لري. په دې برخه کې د اهل سنت د نامتو تفسيرونو پر اساس ، هر آيت په تفصيل سره تحليل شوی او د هغه د بېلابېلو مفهومي اړخونو، ظاهري او باطني معناوو په اړه بحث شوی دی.
دويمه برخه د نبوي احاديثو او د اهل سنت د نامتو عالمانو بياناتو ته یوې ځغلندې کتنې ته ځانګړې شوې ده، چې په هغې کې لکه د امام مهدي ظهور، د هغه نوم د رسول الله (ص) له نوم سره ورته والی، او د رسول الله (ص) د پاکې کورنۍ سره د هغه نسبي اړيکې په څیر په تفصيل سره څیړل شوې ده.
په دې منځو مان کې، په تیره بیا د حضرت امام حسين (ع) د نهم نسل او د حضرت امام حسن عسکري (ع) د زوي پر اهميت ټينګار شوی دی. همدارنګه، د روايتونو اصالت د تواتر له نظره کتل شوی او هغو ادعاګانو ته، چې وائي دا روايتونه جعلي دي، ځوابونه ورکړل شوي دي. د «سرداب» او د دولسم امام اوږد عمر په څیر موضوعګانې هم پکې ثابتې شوې دي.
د «امام مهدي (عج) له اهل سنت په نظر کې» نومې کتاب د سيد فياض حسين رضوي کشميري اثر دی، چې د پښتو ژبې د یوه مصنف او تکړه شاعر او ادیب انور شاهين خانخيل لخوا په پښتو ژبه ژباړل شوی او خپور شوی دی.
یاده دې وي چې انور شاهین خانخیل یو دیر خوش اخلاقه او متین شخصیّت دی او له دې مخکې هم هغه په لسګونو کتابونه ژباړلي دي چې په هغو کې ترټولو مهم د امام خمینی د شعرونو دیوان ؛دیوان امام ؛ ژباړې ته اشاره کولی شو.
https://iqna.ir/fa/news/4306385